امریکا افغان هوايي ځواک ته څلور سوپرټوکانو الوتکې ورکړې

افغان حکومت ته ورکړل شوې سوپرټوکانو الوتکې

د امریکا متحده ایالاتو نن افغان هوايي ځواک ته څلور «A-29» سوپرټوکانو الوتکې وسپارلې.

په دې مناسبت په غونډه کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وویل، افغان ملي اردو به اجازه ورنه‌کړي چې د تېرو نږدې ۲۰ کلونو پر بریاوو معامله وشي.

ده په قطر کې د سولې خبرو ته په اشارې وویل: "په ټول توان د بین‌الافغاني خبرو ملاتړ کوو، خو دا به د ټولو ارزښتونو له ساتنې سره وي."

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر همداراز وویل چې سوله تېر وخت ته د ستنېدو په معنی نه‌ده او نه به هم اجازه ورکړل شي چې افغان مېرمنې د تېر په څېر په لوبغالو کې په مترکو ووهل شي.

ده څلور نورې سوپرټوکانو الوتکې د افغان هوايي ځواک د لا پیاوړتیا لپاره مهمې وبللې.