کرنې او مالدارۍ وزارت: فراه کې به د انارو حاصلات ۱۵۰ ټنو ته ورسېږي

ارشیف

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال به د فراه د انارو حاصلات ۱۵۰ ټنو ته ورسېږي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډيو ته وویل چې د فراه ولایت په مرکز او ځینو ولسواليو کې پر۸،۵۷۲ هکتاره ځمکه د انارو باغونه جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه: "روان کال د فراه د انارو حاصلات ۱۵۰ زره مټریک ټنه ته رسېدلي، له فراه سربېره په بلخ، کندهار او کاپیسا ولایتونو کې هم د انارو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی."

ښاغلی رستمي زیاتوي چې روان کال د کندهار حاصلات ۱۹۰ زره مټریک ټنه ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د فراه ترڅنګ د افغانستان په کندهار، کاپیسا او بلخ ولایتونو کې هم انار شته، خو د کندهار انار په نړیواله کچه شهرت لري.