کرونا واکسین په اړه د امریکا طرحه؛ ټولو امریکایانو ته وړیا ورکول کېږي

ارشیف

د امریکا متحده ایالاتو حکومت پرون د کرونا ویروس ضد واکسین په اړه یوه طرح وړاندې کړه چې له مخې یې هر څومره ژر چې یو واکسین په خوندي او اغېزمن ډول جوړ شي، هغه په وړیا ډول ټولو امریکایانو ته ورکول کېږي.

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز مشر رابرټ ریډفیلډ او د فدرالي ادارې نورو چارواکو د واکسین دغه کمپاین په یوه راپور کې کانګرس ته وړاندې کړ.

ریډفیلډ وایي، د واکسین دغه کمپاین به ښایي د روان کال په وروستیو یا د نوي کال په جنورۍ کې پیل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي و چې ښایي د کرونا ویروس ضد واکسین د نومبر له درېیمې مخکې چې په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کېږي، امریکایانو ته ورکړل شي، خو ریډفیلډ کانګرس ته وویل، تر هغو چې یو واکسین د تنظیموونکو له‌خوا تأیید او په ملي کچه وېشلو ته اماده شي، دغه بهیر به له شپږو نه تر نهو میاشتو پورې وخت ونیسي.