یو شمېر افغان ښځو د سولې روان بهیر کې ګډون لپاره انلاین غوښتنلیک لیکلی

د سولې د خبرو د پیلېدو بهیر

یو شمېر افغان ښځو د سولې په روان بهیر کې د ښځو د ګډون په اړه انلاین غوښتنلیک لیکلی دی او غواړي چې د دې غوښتنې په تأیید د ګڼو خلکو ملاتړ جذب کړي.

دا مېرمنې پر دې ټینګار کوي چې د سولې په روانو خبرو کې باید د ښځو ونډه پراخه شي.

د غوښتنلیک د لیکونکو په ډله کې یوه هم حوریه مصدق ده چې پخوا د بخښنې په نړیوال سازمان کې د افغانستان د برخې مسؤله وه، دې ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان حکومت، همدارنګه د نړیوالې ټولنې استازو، ملګرو ملتونو او همدارنګه د طالبانو سیاسي دفتر ته خپلې غوښتنې وړاندې کوو."

په قطر کې د سولې په روانو خبرو کې د افغانستان د حکومت په ۲۰ کسیز پلاوي کې څلور مېرمنې دي او د طالبانو په پلاوي کې ښځې نه‌شته.