د افغان حکومت مرکچي پلاوی: ښايي طالبانو سره مذاکرات وخت ونیسي

نادر نادري

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی وایي، له طالبانو سره یې د خبرو پروسه ښایي وخت ونیسي.

نادر نادري له آزادي راډیو سره په ځانګړې مرکې کي وویل چې له طالبانو سره د دوی خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو پرتله پېچلې دي.

هغه وویل: "دا بحثونه تقریباً نهایې پړاوونو ته رسېدلي دي، موږ تقریباً په اکثرو مواردو کې اجماع لرو، طرز العمل یا د مجالسو د تنظیم قواعد تقریباً وروستي شوي دي، یو - دوه موضوع باندې اختلاف شته چې پر هغو خبرې کوو."

نن په قطر کې د افغانستان د سولې خبرو پنځمه ورځ ده.

دواړه لوري هیله مندي ښیي چې یوې مطلوبې نتیجې ته ورسېږي او د څلویښتو کلونو ناخوالو ته حل لاره پیدا شي.

د افغانستان دولت تر ډېره د اوربند غوښتنه لري، خو طالبان وایي لومړی باید د جګړو پر عواملو خبرې وشي.