تخار ولایت چارواکي تائیدوي چې په کلفګان ولسوالۍ کې د ماین په چاودنې کې ۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه پرون مازدیګر د کلفګان په بازار کې شوې ده.
د نوموړي په خبره تر چاودنې وروسته اور هم لګیدلی چې دولس دکانونه په کي سوځېدلي دي.
د دې پېښي مسؤلیت چا نهدی منلی ،خو د تخار په ځینو برخو کې وسلهوال طالبان فعالیت لري.