قطر کې د مذاکراتو دوام؛ لا هم کاري طرزالعمل وروستی شوی نه دی

قطر کې د سولې خبرو پیلېدل

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولي مذاکراتو په پنځمه ورځ لا هم د کاري طرزالعمل په اړه بحثونه دوام لري.

د افغانستان د دولت پلاوی وایي چې دواړه لوري د یوه طرزالعمل توافق ته نږدې شوي دي.

د افغان دولت د پلاوي یوه غړي نادر نادري رسنیو ته په استولي پیغام کې وویل پر ځینو مواردو اختلافاتو د ختمولو لپاره بحثونه دوام لري.

هغه زیاته کړه: "هغه عمومي او کاري طرزالعمل چې مسوده یې شوې وه تقریباً وروستۍ ده، په اکثرو مواردو کې اجماع شته، هغه ټکي چې پاته دي کار ورباندي روان دی چې هغه هم خلاص شي."

په همدې حال کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک تېر ماښام پر ټویټر ولیکل چې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم حقاني پرون ویلې چې ښه فرصت رامنځته شوی چې د ۴۰ کلنو ناخوالو د هواري په اړه په ښه فضا کې خبري کېږي.

د افغانستان دولت د اوربند غوښتنه لري، خو طالبان وایي لومړی باید د جګړو پر عواملو خبرې وشي.