لغمان چارواکي: موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي

د الیشنګ په ګونه پال دره کې د چپه شوي موټر انځور

د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ ګونه پال دره کې یو موټر چپه شوی شااوخوا لسو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار شوې ده.

هغه زیاته کړه: "د ولسي خلکو یو موټر مهترلام ښار ته روان وو چې پر لاري له ګړنګ څخه لویدلی چې پرمهال یې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او اته تنه ټپیان شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې ټپیان سمدستي د يادې ولسوالۍ او مرکز مهترلام روغتون ته را انتقال شوي.

ښاغلي دولت‌زي د دې پېښې د دلیل په اړه څه نه‌دې ویلې، خو تر ډېره په افغانستان کې ورته پېښې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ او ډېر سرعت له کبله کېږي.