خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

خلیلزاد په نوې ډېلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په نوې ډېلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر پرون ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې له زلمي خلیلزاد سره په کتنه کې یې په دوحه کې د سولې خبرو او د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

هغه په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو هندي رسنیو د دې هېواد د چارواکو له قوله ویلي چې په دې کتنه کې پر دې خبرې وشوې چې واشنګټڼ او نوې ډېلي په څه ډول کولای شي د افغانستان د سولې بهیر د پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.

دا د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې هند ته د ښاغلي خلیلزاد پنځم سفر دی.

هغه د دوشنبې په ورځ د پاکستان له پلازمېنې اسلام‌اباد څخه تر لنډې کتنې وروسته نوې ډېلي ته تللی دی.

نوې ډېلي دې ته په پام چې ویل کېږي د طالبانو مشران په پاکستان کې دي، د افغانستان سیاسي راتلونکي ته اندېښنه لري.