د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو ملاتړ کوي.
محمد جواد ظریف دا څرګندونې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو د سولې د خبرو او د یوه سمدستي اوربند د ټینګېدو لپاره د سیمې او نړۍ د اجماع پر اهمیت او هم په دې پروسه کې د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو د رول په اړه خبرې وکړې.
د خبرپاڼې له مخې ښاغلی اتمر د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران د همکارۍ د دوام غوښتنه وکړه.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران د همکارۍ د دوام غوښتنه داسې مهال کوي چې د تېرې شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو په مقدماتي غونډه کې د ایران په استازیتوب چا برخه وانهخیسته.
د اجنډا له مخې په پام کې وه چې د بهرنیو چارو وزیر دې غونډې ته وینا وکړي، خو ښاغلي اتمر وروسته وویل چې له امریکا سره د ایران د اختلاف له امله جواد ظریف په دې غونډه کې ګډون ونهکړ.