مس عینک اتلانو د شپږیزه لیګ پایلوبې ته لار پیدا کړه

ارشیف

د کرکټ د شپږیزې لیګ د سیالیو په لړ کې مس عینک اتلانو له بند امیر ښامارانو نننۍ مسابقه په ۵ وېکټو وګټله او پایلوبې ته‌یې لار پیدا کړه.

لوبه بند امیر ښامارانو پیل کړه چې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې مس عینک اتلانو لوبډلې ته د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

مس عینک اتلانو لوبډله وتوانېدله دغه ورکړل شوی هدف پوره او په کابل کې د روان لیګ پایلوبې ته لار پیدا کوي.

اوس به سبا مس عینک اتلان د کابل بازانو له لوبډلې سره په پایلوبه کې مخامخ شي.