په جنوبي وزیرستان کې پر یوه پوځي موټر په بمي چاودنه کې یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو افسر شوکت علي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سرتېري پرون په مکین سیمه کې په ګزمه بوخت وو چې پر موټر یې چاودنه وشوه.
تر پېښې وروسته په سیمه کې د تلاشۍ عملیات پیل شوي، خو تر اوسه څوک نیول شوي نهدي.
د پېښې مسؤلیت هم چا نهدی منلی.