بلخ کې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی

د بلخ نقشه

د بلخ ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې په مرکز مزار شریف کې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د اووه کسانو له‌خوا جنسي تېری شوی دی.

د بلخ د ښځو د چارو رئیسې شهلا حدید ازادي راډیو ته وویل پر دې نجلۍ چې اصلاً د کابل اوسېدونکې ده او یو کال مخکې یوه پاخه سړي ته واده شوې وه د دې سړي پنځو زامنو او دوو زومانو پرې جنسي تېری کړی دی.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي په دې جنایت کې د لاس لرلو په تور مشکوک کسان نیول شوي او دوسیې یې څارنوالۍ ته استول شوې دي.