'د امریکايي سرتېرو وژلو لپاره د روسیې انعام ورکول نه‌دی ثابت شوی'

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال فرانک مکنزي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنزي وايي، تر اوسه نه‌ده ثابته شوې چې ګواکي روسیې دې طالبانو ته پیسې ورکړې وي چې په افغانستان کې امریکايي سرتېري ووژني.

په واشنګټن کې 'اېن.بي.سي' ټلوېزیوني شبکې د مکنزي له قوله د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر په ۱۴مه نېټه) راپور ورکړی چې امریکا اوس هم دا ډول شواهد لټوي.

نیویارک ټایمز په جون میاشت کې راپور ورکړ چې تېر کال د روسیې استخباراتي واحد طالبانو او د هغوی لاسپوڅو ته پټې پیسې ورکړي چې په افغانستان کې امریکايي او د ائتلاف سرتېري ووژني.

روسیې او طالبانو دا راپورونه رد کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یوه میاشت مخکې ویلي وو چې ده خپل روسي سیال ته ویلي چې که دا ډول استخباراتي راپورونه ثابت شي، روسیه به ډېره لویه بیه پرې کړي.

امریکا له افغانستانه په تدریجي توګه خپل ځواکونه باسي. دا له طالبانو سره په مذاکراتو کې د دې ډلې یوه مهمه غوښتنه وه.

د دغو مذاکراتو په نتیجه کې امریکا له طالبانو سره د روان کال په فبرورۍ میاشت کې موافقه لاسلیک کړه.