دوحه کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي یوه هوټل ته وړل شوي

قطر کې د سولې خبرو پیلېدل

په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي یوه هوټل ته دننه بیول شوي دي.

خبریالان دغه ځای ته لاسرسی نه‌لري، خو تمه دا ده چې نن یو ځل بیا د دواړو خواوو د تماس ډلې سره وګوري.

د تماس دغو ډلو پرون ماښام د لومړي ځل لپاره سره وکتل او د راتلونکو خبرو اترو په اجنډا او مهالوېش‌یې خبرې وکړې چې وروستۍ نه‌شوې.

تمه دا وه چې نن دوشنبه مرکچي پلاوي مخامخ خبرې پیل کړي، خو دا خبرې ځنډېدلي او لا هم کره معلومه نه‌ده چې سبا که بله ورځ به ترسره شي.

بل لور ته په اسلام‌اباد کې د ازادي راډیو خبریال وایي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته رسېدلی او پر افغان سوله به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې خلیلزاد تر پاکستان وروسته هند ته ولاړ شي.