کریمه حامد فاریابي د افغانستان د اقتصاد وزارت د سرپرستې او نوماند وزیرې په توګه وټاکل شوه.
جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسمشر د حکم له مخې به مېرمن فاریابي تر هغه وخته د وزارت چارې مخته بیایي چې ولسي جرګې ته معرفي کېږي.
له دې وړاندې مصطفی مستور د څو کلونو لپاره د اقتصاد وزیر و.
له دې وړاندې هم د کابینې ګڼ غړي د وزارتونو لپاره نوماند شوي، خو تر اوسه ولسي جرګې ته د باور رایو لپاره نهدي معرفي شوي.