یونېسف د لومړي ځل لپاره ارزګان کې خپل دفتر پرانیزي

د یونېسف بیرغ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونېسف د لومړي ځل لپاره په جنوبي ولایت ارزګان کې خپل دفتر پرانیزي.

یونېسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې سره به دغلته نهه لکه کسان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان چې له اساسي خدمتونو بې‌برخې دي، د دوی مرستې ترلاسه کړي.

د افغانستان لپاره د یونېسف عمومي مشر ابوبکر کامپو ویلي، له ۱۹۴۹ کال راهیسې لومړی ځل دی چې دوی ارزګان کې فعالیت پيلوي او نوموړي دا کار د هغه ولایت د خلکو د ژوند بدلون لپاره تاریخي لحظه یاده کړې.

یونېسف وایي، ارزګان هغه ولایت دی چې د نورو پرتله د ګوزڼ پېښې په‌کې زیاتې دي او یو لک او ۷۵ زره ماشومان په‌کې بېړنیو خدمتونو ته اړتیا لري.

د یونېسف په باور، د ښوونې کمزورتیا د ارزګان بله ستونزه ده او په هرو ۱۰ نجونو کې یې اته له زده‌کړو بې‌برخې دي.