د بادغیس چارواکي وایي په دې ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند فیض محمد میرزا زاده ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون د اب کمري ولسوالۍ به مربوطاتو کې شوې ده.
هغه زیاته کړه: "د ملي اردو موټر د سړک غاړې پر ماین برابر شو. د ملي اردو دوه تنه وژل شوي، وروستي جزئیات همدا دي."
بلخوا په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي ضیاالدین اکازي ازادي راډیو ته ویلي چې په دې چاودنه کې د پوځ پنځه ماین پاکان وژل شوي دي.
نوموړي ویلي چې دغه کسان له ماینونو څخه د اب کمري ولسوالۍ د لارې د پاکولو لپاره ګمارل شوي وو.