سوریه کې څه باندې ۳ میلیونه زده‌کوونکي بېرته ښوونځیو ته ولاړل

سوریه کې له قرنطین وروسته د ښوونځیو بېرته پیلېدل

په سوریه کې له څو میاشتني قرنطین وروسته پرون د حکومت تر واک لاندې سیمو کې څه باندې درې میلیونه زده‌کوونکي بېرته ښوونځیو ته ولاړل.

سوریه کې د کرونا ۳،۵۰۰ پېښې ثبت شوي او 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له ۱۵۰ ډېر کسان مړه کړي دي.

اټکل دا دی چې سوریه کې به په کرونا د اخته شویو کسانو او له دې کبله د مړو شمېر لوړ وي، ځکه د دغه هېواد په اکثرو سیمو کې د معاینې امکانات نه‌شته.

د سوریې په شخصي کلینیکونو کې د کرونا د معاینې بیه ۶۰ ډالره ده چې د دغه هېواد اکثریت وګړي یې د ورکړې وس نه‌لري.

د سوریې دولت هره ورځ د ۳۰۰ هغو کسانو وړیا معاینه کوي چې د کرونا نښې نښانې لري.