د روسیې په ۴۱ زونونو کې سیمه ییزې ټاکنې پیل شوي

آرشیف

د روسیې په ۴۱ زونونو کې د شخصي رایو په وسیله سیمه ییزې ټاکنې نن د سپټمبر په ۱۳مه پیل شوې.

دې ټاکنو ته د متحدې روسیې د واکمن ګوند د یوې ازموینې په سترګه کتل کېږي.

د ولسمشر ولادیمیرپوتین په مشرۍ دا ګوند، د روسیې د پارلمان لپاره د راروان کال د ټاکنو په درشل کې ورځ په ورځ خپل محبوبیت له لاسه ورکوي.

د نننیو ټاکنو په نتیجه کې به د اتلسو زونونو والیان، د یوولسو زونونو سیمه ییز پارلمانونه، د ۲۲ ښارونو د ښاروالیو شوراګانې او همداراز د پارلمان یا دوما د څو تشو سیټونو لپاره استازي غوره شي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ته پر دې ټاکنو د څار لپاره بلنه نه ده ورکړل شوې.