د بریتانیا د پارلمان یوه غړې وايي چې په ایران کې د ایراني الاصلې برتانوۍ مېرمنې نازنین زاغري راتکلیف محاکمه ځنډېدلې ده.
تولیپ صدیق چې په لندن کې د مېرمن زاغري د استوګنې د سیمې وکیله ده نن یکشنبې پر ټویټر ولیکل چې دا خبره د نوموړې مېړه ورته کړې ده.
مېرمن صدیق په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، یوازې دومره یې لیکلي، زاغري کله هیله منه وي، کله ناهیلې، کله خپه او کله په غوسه وي.
د پارلمان دا غړې زیاتوي چې مېرمن زاغري یوځل بیا په ناندریو کې د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.
تولیپ صدیق ویلي چې نن د ورځې په اوږدو کې به په اړه جزییات ترلاسه شي.
د ایران قضا چې د محکمو په اړه مهم جزییات پټوي، د نازنین زاغري د محکمې د ځنډېدلو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی خو ویل کېږي چې قضا غواړي پر نوموړې له رژیم سره د مخالفت زاړه تورونه بیا راژوندي کړي.