هندي چارواکي وايي، په قطر کې د بینالافغاني خبرو له پیلېدو سره په یو وخت له افغانستان څخه وروستی پاتې برمته خپل هېواد ته ستون شو.
هندي رسنیو د افغان او هندي چارواکو په قول ویلي چې مانتو سېنګهـ یو له هغو ۷ هندي انجنیرانو څخه و چې په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې برمته شو.
د ده نور ملګري تر دې وړاندې طالبانو خوشې کړي وو.