چارواکي: بلخ کې د طالبانو بریدونه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ سلنه زیات شوي

ارشیف، په برید کې ټپي شوی کس

د بلخ ولایت چارواکي وايي، په دې ولایت کې د طالبانو بریدونه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ سلنې زیات شوي دي.

د بلخ ولایت چارواکي او یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروسته له دې چې څه باندې ۵ زره طالب بندیان خوشې شوي، په چمتال، چهاربولک، بلخ، دولت‌اباد، شور تپې، شولګرې، زارع او نهر شاهي ولسوالیو کې طالبانو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد وايي، طالبان په دې ولایت کې په یوه شپه او ورځ کې له ۴ تر ۵ حملې کوي، خو تر یوې نیمې اوونۍ پخوا پورې چې لا د دې ډلې بندیان خوشې شوي نه‌وو، په یوه شپه او ورځ کې له یوې تر دوو ډېرې حملې نه‌کولې.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د بلخ د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره پرون مزار شریف ته لاړ او د پولیسو ۸ افسران‌یې له دندو لیرې کړل.