'مکنزي له افغان دولت د امریکا د ملاتړ څرګندولو لپاره کابل ته راغلی'

اشرف غني له جنرال مکنزي سره وکتل

د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر د افغانستان له دولته د امریکا د ملاتړ د څرګندولو لپاره کابل ته تللی دی.

جنرال کنېت مکنزي پرون (د اګسټ په ۱۲مه) ماښام په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او د دولت او طالبانو د استازو ترمنځ په روانو خبرو ورسره غږېدلی دی.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله، جنرال مکنزي ویلي چې په داسې مهمه ورځ کابل ته د دې لپاره تللی چې له دولت، د افغانستان له خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا پر تعهد ټینګار وکړي.

په خبرپاڼه کې په دې اړه لیکل شوي چې غني او جنرال مکنزي د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړي کولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.