په بلاروس کې پولیسو پرون (د سپټمبر ۱۲مه) ګڼ شمېر ښځې چې د انتخاباتو د پایلو پر ضد په اعتراضونو کې یې ګډون کړی و، نیولې دي.
په بلاروس کې د اګسټ په نهمه د جمهوري ریاست ټاکنې وشوې او ناست ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د پنځمې دورې ګټونکی اعلان شو.
له هغه راهیسې د بلاروس خلک اعتراضي مظاهرې کوي او وايي چې په ټاکنو کې درغلۍ شوې دي.
د الکساندر لوکاشینکا رژیم د دې اعتراضونو د ځپلو سختې هڅې کوي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د بلاروس برخې ویلي چې زرګونه کسان پرون هم د هغه هېواد په پلازمېنه مېنسک کې راغونډ شوي وو او د ښځو د مارش پلانیې درلود.
خو د مظاهرو ضد پولیسو پر هغوی ورودانګل او ګڼ شمېر مظاهرهچیانیې په موټرو کې پورته کړل.
په بلاروس کې د بشري حقونو د څارنې ادارې (ویاسنا) ویلي چې لږترلږه ۴۵ تنه پرون په مېنسک کې نیول شوي دي.