په پکتيا ولایت کې د يو مهم سرګروپ په ګډون۱۳ وسله وال طالبان ووژل شوي.
د پکتیا دو الي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو ددې ولايت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اړوند په سوريخېلو سيمه کې د ضربتي قطعې پر پوستو بريد وکړ، چې د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنيو ځوابي بريدونو سره مخامخ شول.
هغه زیاته کړه: "د افغان ځواکونو د هوايي او ځمکنيو ځوابي بريدونو کې د یادې ترهګریزې ډلې د یوه سرګروپ په ګډون دیارلس تنه وژل شوي او دوه تنه یې ټپیان شوي دي."
د ښاغلي منګل په وینا په دې نښتو کې افغان ځواکونو ته زيان ندي اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.