ایران له اسرائیل سره د بحرین د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو پرېکړه وغندله

د ایران د بهرنیو چارو وزارت

ایران له اسرائیل سره د بحرین د بشپړو ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو پرېکړه وغندله.

سپینې ماڼۍ پرون د بحرین او اسرائیلو د اړیکو د موافقې اعلان وکړ.

تمه ده درې سره هېوادونه راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې په دې اړه مراسمو کې ګډون وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کې دا یوه ناسمه پرېکړه بللې او ویلې یې دي چې دا به په تاریخ کې د دوی په وینا د یوه شرموونکي اقدام په توګه ثبت شي.

ایران بحرین تورنوي چې د فلسطین د اوږدې مودې زحمتونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین لپاره قرباني کوي.

تهران زیاتوي چې د فلسطین خلک او اسلامي نړۍ به هېڅکله له اسرائیل سره د اړیکو نرمول ونه مني.

شاوخوا څلور اونۍ دمخه عربي متحده اماراتو هم له اسرائیل سره ورته موافقه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو په دواړو موافقې کې منځګړیتوب کړی دی.