امریکا: 'هواوې' شرکت په رومانیا کې د چین په ګټه تبلیغات کوي

د هواوې شرکت نښان

په رومانیا کې د امریکا سفارت د چین هواوې شرکت او په رومانیا کې د چین سفارت تورن کړي چې د چین په ګټه تبلیغ کوي.

د امریکا سفارت په اعلامیه کې چې پرون (د سپټمبر په ۱۱مه) خپره شوه، لیکل شوي چې چین په دې ډول هڅې کوي چې د رومانیا خلک له لارې وباسي.

د امریکا د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ ادارې پر خپلو متحدانو فشار زیات کړی چې د هواوې شرکت ته دې اجازه نه‌ورکوي چې د چټک بیسیم ټکنالوژۍ ته ورګډ شي.

امریکا وايي چې چین د هواوې شرکت له لارې د جاسوسۍ فعالیت کوي، خو د چین حکومت او د هواوې شرکت داسې ادعاوې ردوي.