بحرین پرون (د سپټمبر په ۱۱مه) له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو موافقه وکړه.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون پر ټویټر ولیکل چې دا یو تاریخي بری دی.
ټرمپ د امریکا، اسرائيل او بحرین د ګډ بیان متن هم خپور کړی او ویلي یې دي چې د بحرین پاچا پرون د اسرائیل له صدراعظم سره په کتنه کې د اړیکو د عادي کولو موافقه کړې ده.
په دې بیان کې ویل شوي چې د اسرائيل او فلسطین د لانجې د حل لپاره به عادلانه هڅې جاري وساتي.
خو د فلسطین ادارې او د حماس سخت دریځې ډلې دا موافقه غندلې او پر فلسطینیې تېری بللی دی.
متحده عربي اماراتو تېره میاشت له اسرائيل سره موافقه وکړه او بیا مصر او اردن اعلان وکړ چې له اسرائيل سره خپلو سیاسي اړیکو ته د بیا کتنې په پایله کې یې روابط عادي کړي دي.