د روسیې د کورنیو چارو وزارت وایي، غواړي د خپل هېواد له مخالف الکسي ناوالني څېړنې وکړي.
ناوالني دا مهال د جرمني پلازمېنه برلین کې تر درملنې لاندې دی.
هلته ډاکتران وایي، داسې شواهد شته چې نوموړی په زهري موادو مسموم شوی دی.
د سایبریا د پولیسو ادارې نن (جمعه) وویل، د الکسي ناوالني په بدن کې د زهري موادو هېڅ نېښانې نهدي لیدل شوي.
د روسیې دغې ادارې اوس له جرمني غوښتي چې د مسکو څېړونکو ته اجازه ورکړي چې له ناوالني پوښتنې ګروېږنې وکړي.