ننګرهار کې یوې نښته کې ۱۰ افغان سرتېري او ۱۲ طالبان وژل شوي

ارشیف، په ننګرهار کې د افغان ځواکونو عملیات

د ننګرهار چارواکي وایي، په شېرزاد ولسوالۍ کې ۱۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، طالبانو تېره شپه په ګندمک سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل چې دا مرګ‌ژوبله رامنځته شوه.

د دغه دفتر خبرپاڼه کې راغلي، د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۲ طالبان هم وژل شوي دي.

د ننګرهار چارواکي وایي، د وسله‌والو مخالفانو ترمنځ یو شمېر بهرني وسله‌وال هم دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.