ایران کې د درېیو لادرکه شویو افغان ماشومانو جسدونه پیدا شول

ارشیف، ایراني پولیس

د ایران په اصفهان ښار کې چارواکو ویلي، دغلته د درېیو لادرکه شویو افغان ماشومانو جسدونه پیدا شوي دي.

بي بي سي فارسي د اصفهان د شاهین شهر د څارنوال نصرالدین صالحي په حواله ویلي چې دغه درې جسدونه د کرنیزو اوبو په یوه کانال کې پیدا شوي دي.

تېرو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په اصفهان کې څلور افغان ماشومان چې ۷ تر ۱۲ کلونو پورې عمر لري، ورک شوي دي.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې موندل شوي جسدونه‌یې عدلي طب ته لیږدولي او د څلورم ماشوم د موندنې هڅې هم روانې دي.

په تهران کې د افغانستان سفارت ونه‌غوښتل چې په دې اړه تبصره وکړي، خو ویې‌ویل چې بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له بشپړولو وروسته جزئیات شریکوي.