پومپیو: په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې تاریخي، خو ستونزمنې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې تاریخي، خو په ورته وخت کې "ستونزمنې" یادې کړې.

مایک پومپیو دوحې ته د سفر پر مهال په الوتکه کې خبریالانو ته وویل چې سبا په دې خبرو کې ګډون کوي.

ښاغلی پومپیو زیاتوي: "تمه لرو چې د شنبې په سهار، په دوو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره افغانان د خبرو د مېز تر شا ووینو، د دوی خبرې به چې څنګه د هېواد چارې مخته بوځي، ممکن سختې وي."

د افغانستان د پخلاینې عالي شورا ویلي، افغان پلاوی نن دوحې ته رسېږي.

طالبانو هم له خپله اړخه د خبرو پيل ته چمتووالی اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ترلاسه شوی فرصت باید له لاسه ونه‌وځي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردک ویلي، د دوی هغه شپږ تنه زندانیان چې پر خوشې کېدو یې فرانسې او استرالیا نیوکې درلودې، دوحې ته رسېدلي دي.