مایک پومپیو د بین‌الافغاني خبرو د پیل مراسمو کې ګډون کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې د بین‌الافغاني خبرو د پیل مراسمو کې ګډون وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ماښام یوه خبري غونډه کې دوحې ته د پامپیو د تګ خبره وکړه.

ښاغلي ټرمپ وویل: " په ډېر ویاړ سره اعلان کولای شم چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن مازدیګر د یوه تاریخي سفر او د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته ځي."

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو غوښتنه کړې چې د خبرو بریالیتوب ته کار وکړي او زغم او نرمښت وښيي.

افغان دولت او طالبانو تېره شپه ومنله چې دا خبرې د شنبې په ورځ پیلېږي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او یو شمېر نور لوړپوړي افغان چارواکي دې خبرو کې د ګډون نیت کړی دی.