بایډن: که بریالی شوم افغانستان او عراق کې یو شمېر سرتېري پرېږدم

د امریکا ټاکنو ته ولاړ ډیموکرات نوماند جوبایډن

د امریکا ټاکنو ته ولاړ ډیموکرات نوماند جوبایډن وایي، که بریالی شي افغانستان او عراق کې به خپل یو شمېر سرتېري وساتي.

د ده په ټکو دغه سرتېري به په دغو جګړه‌ځپلو هېوادونو کې له ترهګرۍ سره مبارزه کې مرسته کوي.

بایډن د امریکا پوځ پورې تړلې سټارز انډ سټرایپس ورځپاڼې ته ویلي "د ځواکونو د کمولو ملاتړی دی"، خو لا هم د ترهګرو ډلو او داعش حضور ته اندېښنه لري.

بایډن ویلي، دی د دې غوښتونکی دی چې د یو نیم زرو تر دوه زرو شااوخوا پورې عسکر دغو هېوادونو کې پرېږدي، خو دا شمېر یې مشخص نه‌کړ چې هر یوه هېواد کې څومره سرتېري پرېږدي.