پاکستاني چارواکي لاهور ښار ته نږدې پر لویه لاره پر یوې ښځې د جنسي تېري د پېښې په تړاو د تحقیقاتو لپاره د ۱۲ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د راپورونو له مخې دوو وسلهوالو کسانو د چهارشنبې په شپه ناوخته پر دې مېرمنې هغه مهال د دې د ماشومانو د سترګو پر وړاندې تېری وکړ چې د هغې موټر پر لویه لاره له حرکته ولوېد.
پولیسو پرون وویل چې برید کوونکو د دې مېرمنې پیسې او ګاڼې هم له ځان سره وړي او تښتېدلي دي.
پولیس وايي چې په نیول شویو کسانو کې برید کوونکي شامل نهدي.
د پنجاب ولایت ویاندې مسرت چیما وویل چې امنیتي ځواکونه د دې دردوونکې پېښې د عاملانو په لټه کې دي.
دې پېښې په پاکستان کې پر ټولنیزو شبکو د عامو خلکو او سیاستوالو سخت غبرګونونه پارولي دي.