د امریکايي سرتېرو وژنې لپاره پر جایزې ورکوونکو روسي ادارو د بندیز غوښتنه

ارشیف، په افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېري

د ډیموکرات ګوند د سناتورانو یوې ډلې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژنې لپاره د جایزې په ورکولو کې پر ښکېلو روسي ادارو یا افرادو د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې.

د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې د غړي ډیموکرات باب مینېندیز په مشرۍ شپږو سناتورانو په دې اړه یوه لایحه پرون د سپټمبر په ۱۰مه سنا ته وړاندې کړه.

ښاغلي مېنیندیز پرون په یوه بیان کې وویل، دا لایحه ځکه وړاندې کوي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د ولسمشر ډونالد ټرمپ دفاع دې کار ته اړتیا پېښوي چې کانګرس باید په تېره د بندیزونو په برخه کې په فعال ډول د روسیې پر وړاندې د امریکا بهرنۍ پالېسي جوړه کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په جون میاشت کې راپور ورکړ چې تېر کال د روسيې د استخباراتو یوې قطعې په افغانستان کې د امریکا او نورو متحدانو د سرتېرو د وژنې لپاره طالبانو ته انعامونه وړاندیز کړي وو.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې د امریکا استخباراتي چارواکو ده او مرستیال ولسمشر مایک پنس ته په دې اړه راپور نه‌دی ورکړی ځکه چې مؤثق نه‌و.