په شمال کې دېره شاهین قول اردو وايي په بلخ ولایت کې ۱۷ طالبان هغه مهال ووژل شول چې په دولتاباد ولسوالۍ کې یې د افغان پوځ پر پوستو برید وکړ.
۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې چې پرون مازیګر خپور شو، ویلي دي چې افغان ځواکونو په دې ځوابي حملو کې همداراز پنځه طالبان ټپیان کړي دي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.
طالبانو د شاهین قول اردو د دې ادعا په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.