امریکا بین‌الافغاني خبرو کې د افغان حکومت او طالبانو د ګډون هرکلی وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په بین‌الافغاني خبرو کې د افغان حکومت او طالبانو د ګډون د ژمنې هرکلی کړی او هیله‌یې څرګنده کړې چې دا خبرې به د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

افغان حکومت او طالبانو پرون تأیید کړه چې بین‌الافغاني خبرې سبا شنبه د وږې په ۲۲مه نېټه په قطر کې پیلېږي.

په دې خبرو کې به د افغانستان د دولت او طالبانو پلاوي د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون شپه ناوخته خپور شو، ویلي دي چې دا فرصت باید ضایع نه‌شي. په بیان کې د دواړو خواوو له مرکچي پلاوو غوښتنه شوې چې د دې پروسې د بریا لپاره عملي ګامونه واخلي او زغم او انعطاف وښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې متحده ایالات او نړیواله ټولنه دا بهیر له نږدې څاري او دا هېواد د اړتیا په صورت کې مرستې ته هم چمتو دی.

په بیان کې د طالبانو او افغان حکومت د هغې ژمنې یادونه شوې چې ویلي یې دي هېڅکله به د افغانستان له قلمرو څخه د امریکا او د امریکا پر متحدانو ترورېستي حملو ته اجازه ورنه‌کړي.