د بیروت په ساحلي بندر کې نن د اور زورورې او لویې لمبې پورته شوې.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې لا هم د بیروت د اوسېدونکو له ذهنه د تېرې میاشتې د سختې چاودنې وېره نهده وتلې.
راپورونه وايي چې د پېښې له ځایه ټینګ لوګي اسمان ته پورته کېږي.
تر اوسه د لګېدلي اور له کبله د مرګژوبلو یا تاوانونو په اړه څه نهدي ویل شوي، خو د لبنان پوځ وايي چې ګودامونو، د تېلو زېرمتون او د موټرونو ټایرونو تهیې د اور د غځېدو مخه نیولې ده.