'له طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوي خبرې به د شنبې په ورځ پیل شي'

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

دولتي سرچینې وايي چې د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی به سبا له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته لاړ شي.

د سولې د مرکچي پلاوي دوو غړو فوزیې کوفي او حفیظ منصور له ازادي راډیو سره په خبرو کې قطر ته د افغان پلاوي سبانی سفر تأیید کړ.

فوزیې کوفي وویل چې دواړه خواوې به د شنبې په ورځ خبرې پیل کړي.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی له یوې اوونۍ راهیسې له طالبانو سره د خبرو لپاره په دې خاطر انتظار و چې ظاهراً طالبان حاضر نه‌ول چې خبرې وکړي، خو اوس ویل شوي چې طالبان هم حاضر شوي چې د سولې خبرو ته کېني.