'پر ایاز نیازي او عزیزالله مفلح د حملې طراح ونیول شو'

ایاز نیازی

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل کې پر دوو دیني عالمانو ایاز نیازي او عزیزالله مفلح د حملې د طراح د نیولو خبر ورکړ.

دغې ادارې نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه بنسټ مأمورینو په ځانګړو عملیاتو کې په عکرمه مشهور عبید نیولی دی.

د ملي امنیت عمومي ریاست په وینا، دغه کس داعش ډلې سره تړاو لري، په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې دغې ډلې د جنګ عمومي مسؤل هم و.

ښاغلی نیازی په جون میاشت کې په کابل کې په جومات کې دننه چاودنې وواژه، د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.

له دغې حملې شااوخوا یوه اوونۍ وروسته، ښاغلی مفلح هم د کابل په شېرشاه سوري جومات کې د چاودنې له امله ووژل شو.

تر اوسه داعش ډلې د عکرمه د نیولو په اړه تبصره نه‌ده کړې.