د ایران وسله‌والو ځواکونو هرمز تنګي ته نږدې تمرینونه پیل کړل

ارشیف، هرمز تنګي کې ایراني ځواکونه

د ایران وسله‌والو ځواکونو نن چهارشنبه هُرمز ستراتېژیک تنګي ته نږدې کالني سمندري تمرینونه پیل کړل.

د ایران دولتي ټلوېزیون وايي، د سمندري، هوايي او ځمکني ځواکونو جزوتامونه په دې درې ورځني مانور کې چې له اوبتلونو او بې‌پیلوټه الوتکو هم په‌کې کار اخیستل کېږي، برخه لري.

د دې مانور چې 'ذوالفقار ۹۹' نومېږي، قوماندان امیرالبحر حبیب‌الله سیاري پرون وویل، د مانور هدف د بهرنیو ګواښونو او احتمالي یرغل په وړاندې د چمتووالي زیاتېدا ده.