چالیک هولډېنګ کمپنۍ به د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د برېښنا پروژه جوړه کړي.
د ترکمنستان دولتي خبري اژانس نن په یوه راپور کې ویلي، د دې هېواد ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د چالیک هولډېنګ کمپنۍ له مشر احمد چالیک سره د 'ټي.اې.پي' یا د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان د برېښنا پروژې د عملي کېدو په چارو کې د پرمختګ په اړه خبرې وکړې.
له بلې خوا د ترکمنستان د انرژۍ وزارت وايي، په دې هم غور روان دی چې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان له لارې تاجکستان او هندوستان ته صادر شي.
ترکمنستان په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې ۳۵ میلیونه او ۵۰۰ زره میلیارد کیلو واټ ساعته برېښنا تولید کړي.