د افغانستان صنعتکارانو ټولنې مسؤلین وایي، په دې هېواد کې نږدې ۶۰ سلنه صنعتي فابریکې له سقوط سره مخ دي.
د دغه ټولنې مشر شېرباز کمینزاده نن ازادي راډیو ته وویل چې د دغه فابریکو کارونه له ګمرکونو د قاچاق، نا امنیو او برېښنا د پرچاویو له امله د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
هغه زیاته کړه: "دغه فابریکې په کابل، هرات، پکتیا، او خوست کې دي چې پخوا به موږ ۲۴ ساعتونو کې ۴ ساعته د برېښنا وقفه لرله اوس ۱۲ ساعته برق نهوي چې اکثره فابریکې له سقوط سره مخ دي."
ښاغلي کمینزاده زیاته کړه چې فابریکې په هېواد کې ملي شتمنۍ دي او د یو هېواد له اقتصاد سره خورا زیاته مرسته کولای شي، نو حکومت باید دغه شتمنۍ خوندي کړي.
دا مهال په افغانستان کې پنځه زره فابریکې دي چې زرګونه کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.