موریا کمپ کې اورلګېدو سلګونه افغان پناه غوښتونکي بې‌سرپناه کړي

د موریا کمپ چې ۱۲ زره کډوال په‌کې اوسېدل یو مخ تخریب شوی دی.

په یونان کې د کډوالو په یوه کمپ کې د اورلګېدو له امله په سلګونو افغانان بې‌سرپناه شوي دي.

دا اور د لیسبوس په ټاپو کې د چهارشنبې په شپه ولګېد.

روېټرز اژانس په یونان کې د کډوالو د چارو د مقاماتو په وینا خبر ورکړ چې د موریا کمپ چې ۱۲ زره کډوال په‌کې اوسېدل یو مخ تخریب شوی دی.

په دې کمپ کې د استوګنو افغانانو کره شمېره نه‌ده څرګنده.

د یونان د کډوالو چارو وزیر ویلي دي د هغو شااوخوا درې زره کډوالو لپاره به چې له دې پېښې اغېزمن شوي دي موقتي خېمې ودروي.

د دې اورلګېدو علت تر اوسه نه‌دی روښانه شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنري ( یو.اېن.اېچ.سي.ار) مخکې ویلي و چې د یونان په ټاپوګانو کې د مېشتو کډوالو نیمایي افغانان دي.