افغانستان کې به تر نومبره د امریکایي سرتېرو شمېر ۴،۵۰۰ ته راکم شي

ارشیف، افغانستان کې امریکايي ځواکونه

د امریکا متحده ایالاتو د نومبر تر میاشتې پورې خپل څو زره سرتېرې له افغانستانه باسي.

اسوشیټډ پرس اژانس په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د دې مرکز قوماندان جنرال فرانک مکنزي د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل چې د نومبر تر میاشتې به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۴،۵۰۰ ته راښکته شي.

د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو د سولې د تړون له مخې ټاکل شوې ده چې ټول امریکایي ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي، د جون تر میاشتې یې شمېر ۸،۶۰۰ ته راکم شوی وو.