د افغانستان د وضعیت په اړه د ولادیمیر پوتین اندېښنه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه.

هغه زیاته کړه: "تر اوسه لا وضعیت په افغانستان کې کړکېچن دی. په منځني ختیځ او د افریقا په شمال کې شخړې نه‌دي غلې شوي. ترهګر سخت ګواښونه رامنځته کوي، د مخدره موادو قاچاق، تنظیم شوي جرمونه او سایبر حملې زیاتې شوې دي."

ولسمشر پوتین د وېډیو کنفرانس له لارې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته دا خبرې پرون وکړې.

روسیه وایي چې له افغانستانه دغه هېواد ته په پراخه پیمانه مخدره مواد قاچاقېږي.