لیسبوس ټاپو کې له موریا پنډغالي ۱۰ زره کډوال تېښتې ته اړ شوي

موریا کې بېګا اور ولګېد

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د غیر قانوني کډوالو په پڼډغالي، موریا کې بېګا اور ولګېد او ۱۰ زره کډوال تېښتې ته اړ شوي دي.

په موریا پڼډغالي کې له ډېرې مودې راهیسې د خلکو د ګڼې ګوڼې، د کرونا د وبا د ګډېدو او د روغتیا او نظافت د کمزورو امکاناتو له کبله اندېښنې وې.

چارواکو ویلي چې پڼډغالی ښايي په بشپړ ډول ویجاړ شوی، ځکه تر نن سهاره لا اور پرې بل و، خو په دې پېښه کې چا ته د سر زیان د رسېدو خبر لا نه‌دی خپور شوی.

په لیسبوس ټاپو کې نږدې ۸۰ زره کسان اوسي. داسې ګڼل کېږي چې د یونان صدراعظم به نن بېړنۍ غونډه وکړي او په لیسبوس کې به بېړنی حالت اعلان شي.