د امریکا د دفاع وزارت نن (ډسپټمبر ۹مه) وویل چې په عراق کې به د خپلو عسکرو شمېر په دې میاشت کې په ۱۰۰ کې ۴۰ کم کړي.
په عراق کې به د امریکا د پوځیانو شمېر ۳،۰۰۰ ته راکم شي.
په هغه هېواد کې اوسمهال د امریکا ۵،۲۰۰ عسکر مېشت دي.
په عراق کې د امریکايي ځواکونو هدف د داعش پر ضد مبارزه وه او د امریکا په مشرۍ د ائتلاف چارواکو ویلي چې دا کار تر ډېره حده د عراق د خپلو ځواکونو په وس کې دی.